یکشنبه, مارچ 15, 2026
Homeافغانستانخیرالله خیرخواه د ناروې سفارت شارژدافیر ته:د کلتوري میراثونو د ساتنې برخه...

خیرالله خیرخواه د ناروې سفارت شارژدافیر ته:د کلتوري میراثونو د ساتنې برخه کې راسره مرسته وکړئ

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه د ناروې د سفارت له شارژدافیر سره په لیدنه کې د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

ددغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، خیرالله خیرخواه ویلي چې د کلتوري میراثونو ساتنه یوازې د افغانانو دنده نه ده، بلکې نړیوال دې هم له افغانستان سره مرسته وکړي.

د ناروې سفارت شارژدافیر ډاډ ورکړی چې د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې د اړوندو بنسټونو له لارې به خپلې مرستې جاري وساتي.

د یادونې ده، چې افغانستان د کلتوري میراثونو له اړخه بډای هېواد بلل کېږي، خو دغه میراثونه چې ډېری یې تاریخي آبدې دي، په جګړو کې سخت زیانمن شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here