یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستانخیرالله خیرخواه:د اشغالګرو حضور د افغانستان دین، کلتور او اقتصاد ته زیان...

خیرالله خیرخواه:د اشغالګرو حضور د افغانستان دین، کلتور او اقتصاد ته زیان رسولی و

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیرخواه وايي، د بهرنیو ځواکونو شل کلن حضور په افغانستان کې د دیني، ادبي او کلتوري یرغل لامل شوی و او هدف یې دا و چې هېواد تر اقتصادي او فکري تسلط لاندې وساتي.

هغه ټینګار کړی چې اوس په هېواد کې خپلواک اسلامي نظام حاکم دی او افغانان د خپلواکې ابادۍ لپاره هڅې کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو حکومت په واکمنېدو سره د نجونو زده کړې، د ښځو کار او د بیان ازادي سخته محدوده شوې ده او ګڼ شمېر متخصصین له هېواده وتلي یا بې دندو شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here