د خیبر پښتونخوا د کرک ولسوالۍ په بنده داؤد شاه سیمه کې د پاکستاني پولیسو پر ګزمې ډزې شوې دي.
د رسمي سرچینو په وینا، په دې ډزو کې درې پولیس وژل شوي چې پکې د یو تاڼې مشر (SHO) هم شامل دی.
ویل شوي چې د ګزمې دا ډله د یوې غلا د پېښې د پلټنې په هڅه کې وه.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې سوات کې هم د پوځیانو او ټيټيپي ترمنځ جګړه کې څلور پوځیان وژل شوي دي.

