چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeکورپاڼهخیبر پښتونخوا؛په کوهاټ کې د اهل‌حدیث پر جومات چاودنه شوې

خیبر پښتونخوا؛په کوهاټ کې د اهل‌حدیث پر جومات چاودنه شوې

پاکستاني پولیس وايي چې د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ولسوالۍ د نصرت‌خېل په سیمه کې د اهل‌حدیث پر جومات چاودنه شوې چې له امله یې ودانۍ زیانمنه شوې ده.

د جومات د امام کور هم وروسته د ډزو او لاسي بم په برید کې په نښه شوی؛ خو په پېښه کې کوم کس ټپي یا وژل شوی نه دی.

پولیسو د ناڅرګندو بریدکوونکو پر ضد لومړنۍ دوسیه ثبت کړې ده او د پېښې د څرنګوالي څېړنه روانه ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here