د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د امنیت د ټینګولو په موخه د څلورو ورځو لپاره پر تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.
دغه بندیز به هره ورځ د سهار له ۱۱ بجو څخه تر ماښام ۱۱ بجو پورې وي او په ښار او کلیوالو سیمو دواړو کې به عملي کېږي.
چارواکي وايي، امنیتي ځواکونه به د سیمې بشپړ کنټرول ولري او د بندیز ماتونکو پر وړاندې به قانوني چلند کېږي.
چارواکي وایي، چې دا ګام د ترهګرو پر ضد د عملیاتو او د ولس د خوندیتوب لپاره اخیستل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د سولې هڅو د ناکامېدو وروسته د ټيټيپي او پوځ ترمنځ جګړې بیا پیل شوي دي.

