د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ د پولیسو مشر، وقاص رفیق، ویلي چې وسلهوالو یوه ورځ مخکې د دې ولسوالۍ د سالارزو د ملا سید سیمې دوه ځوانان تښتولي او وروسته یې وژلي دي.
د رفیق په وینا، وژل شوي کسان چې رشید او شاهد نومېدل، له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره د اوبو په لېږد کې مرسته کوله.
پولیس چارواکي وايي، وسلهوالو دغه دواړه ځوانان له سیمې څخه بیولي او لږ وروسته یې جسدونه موندل شوي دي.
تر اوسه هېڅ ډلې د پېښې مسؤولیت نهدی منلی.

