په خیبر پښتونخوا کې په بېلابېلو پېښو کې د یوې ښځې په ګډون پنځه کسان وژل شوي، چې پکې د سولې کمېټې یو غړی هم شامل دی.
پولیس وایي، په ټانک ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسلهوالو د فاروق په نوم د سولې کمېټې یو غړی په ډزو وژلی دی.
په یوه بله پېښه کې، د همدې ولسوالۍ په سړک د ناپېژاندو کسانو په ډزو د خېزالله خان محسود په نوم یو بل کس هم وژل شوی دی.
همدارنګه په ګره حیات کلي کې په ګنډاپور چوک کې یو بل کس وژل شوی، چې د پېښې انګېزه لا نه ده روښانه شوې.
بلخوا د ډېره اسماعیل خان په درابن سیمه کې په یوه ناموسي پېښه کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.
پولیس وایي، یو کس خپله ورېنداره او یو بل سړی د “نامشروع اړیکو” په تور وژلي، او له پېښې وروسته تښتېدلی دی. د نیولو هڅې یې روانې دي.

