جمعه, مارچ 13, 2026
Homeکورپاڼهخیبر پښتونخوا؛د پولیسو پر ګزمې موټر بمي برید کې ۷ تنه وژل...

خیبر پښتونخوا؛د پولیسو پر ګزمې موټر بمي برید کې ۷ تنه وژل شوي

د خیبر پښتونخوا د لکي مروت په ولسوالۍ کې د پولیسو پر موټر د بمي برید له امله لږ تر لږه ۶پولیس ځای پر ځای وژل شوي او یو بل پولیس په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې.

د سیمه‌ییزو پولیسو د معلوماتو له مخې، برید هغه مهال وشو چې د پولیسو موټر په سیمه کې په ګزمه بوخت و.

د پولیسو په وینا، دا برید د خیبر پښتونخوا په دې سیمه کې د وروستیو ورځو د ناامنۍ او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.

تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here