د خیبرپښتونخوا ایالت د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ په پنیاله سیمه کې د لټون پر مهال د وسلهوالو په برید کې څلور پولیس وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان شوي دي.
په وژل شویو کې د یو پولیس سټېشن مشر (SHO) هم شامل دی.
پولیس وايي، برید د پاکستاني طالبانو پورې تړلو وسلهوالو له لوري ترسره شوی، چې پکې د پولیسو مرستیال قومندان ډياېسپي عدنان هم په مرګوني حالت کې روغتون ته لېږدول شوی دی.
تر دې دمه د وسله والو کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی.

