سه شنبه, فبروري 17, 2026
Homeکورپاڼهخیبر پښتونخوا؛د باجوړ په برید کې ۱۱ امنیتي سرتېري او دوه ملکیان...

خیبر پښتونخوا؛د باجوړ په برید کې ۱۱ امنیتي سرتېري او دوه ملکیان وژل شوي

راپورونه وایي چې تېره ورځ د باجوړ د امنیتي پوستې برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي، چې په کې ملکي وګړي هم شامل دي.

د راپورونو په خبره، په دې برید کې ۱۱ امنیتي سرتېري او دوه تنه ملکیان وژل شوي.

د راپورونو په وینا، په وژل شویو کسانو کې یو شپږ کلن ماشوم هم شامل دی.

دې برید کې ۷ تنه نور ټپیان شوي هم دي چې د روغتیایي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

ویل کېږي چې د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي، او د مدرسې ودانۍ د پاکولو او امنیتي تصفیه کېدو لاندې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here