شنبه, فبروري 21, 2026
Homeکورپاڼهخیبر پښتونخوا؛بنو ولسوالۍ کې د ځانمرګي برید له امله درې امنیتي چارواکي...

خیبر پښتونخوا؛بنو ولسوالۍ کې د ځانمرګي برید له امله درې امنیتي چارواکي وژل شوي

د خیبر پښتونخوا، د بنو ولسوالۍ سرا درګه سیمه کې، په ځانمرګي برید کې درې امنیتي چارواکي وژل شوي دي.

د رسمي سرچینو د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې د ډګروال رتبې یو افسر هم شامل دی.

ویل کېږي چې د چاودېدونکو توکو بار موټرسایکل د ماین ضد زغروال موټر ته څېرمه چاودنه کړې ده.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here