د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په اورکزي سیمه کې د وسلوالو دوو ډلو ترمنځ نښته شوې چې له امله یې څو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د راپورونو له مخې، د داعش خراسان اړوند وسلهوال د تحریک طالبان پاکستان له غړو سره په شیخان سیمه کې مخامخ شوي او ترمنځ یې سخته وسلهواله جګړه شوې ده.
ویل کېږي شخړه د سیمې پر نفوذ او مالي سرچینو د اختلاف له امله رامنځته شوې وه.
په جګړه کې د داعش د یو قومندان په ګډون درې غړي وژل شوي.
بل لور ته د تحریک طالبان پاکستان یو وسلهوال کس هم وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.

