د خیبر پښتونخوا په کوهاټ ولسوالۍ کې اووه تنه د نامعلومو وسلهوالو لخوا په ډزو وژل شوي دي.
پولیس وايي، وژل شوي کسان چې عمرونه یې له ۱۷ تر ۳۱ کلونو پورې ښودل شوي، د ټنډه بند له لیدو را ستنېدل، چې ناڅاپه پرې وسلهوالو ډزې وکړې.
تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسوولیت نه دی منلی.
د پاکستان حکومت هم د وژل شویو کسانو هویت نه دی څرګند کړی.

