د خیبرپښتونخوا په کورمې ولسوالۍ د علیزۍ په سیمه کې د نامعلومو وسلهوالو په برید کې درې پولیس وژل شوي دي.
چارواکي وايي، برید کوونکو لومړی د پولیسو پر موټر لاسي بم وغورځاوه او وروسته یې پر هغوی ډزې وکړې.
د پېښې وروسته په سیمه کې د شکمنو د نیولو عملیات پیل شوي دي.

