جمعه, مارچ 20, 2026
Homeکورپاڼهخیبرپښتونخوا؛په مردان سیمه کې یو ملا امام د ماشوم له وهلو وروسته...

خیبرپښتونخوا؛په مردان سیمه کې یو ملا امام د ماشوم له وهلو وروسته د ماشوم د ورور لخوا په چړو وژل شوی

د خیبرپښتونخوا په مردان کې یو ملا امام د ماشوم زده‌کوونکي له وهلو وروسته د هغه د مشر ورور له خوا په چړو وژل شوی.

سرچینې وايي، وژل شوی ملا له باجوړ څخه مردان ته راغلی و چې هلته یې د جومات امامت او ماشومانو ته د دیني زده‌کړو ښوونه کوله.

دغه ملا امام یو ماشوم وهلی و، ماشوم کور ته تللی او وروسته د هغه مشر ورور جومات ته ورغلی او ملا یې په چړو وژلی دی.

ددغې پېښې وروسته قاتل له سیمې تښتېدلی؛ خو پولیسو ویلي چې د نېولو هڅې یې روانې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here