د افغانستان د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین، جنرال خوشال سادات، د پاکستان د استخباراتي ادارې «ای اېس ای» تګلارې په کلکو ټکو غندلې دي.
هغه په اېکس کې لیکلي چې اسلاماباد د نیمې پېړۍ لپاره سختدریځې ډلې لکه د کورنیو بوټو روزلې او اوس د همدې پالنې له پایلو نارې وهي.
سادات په طنزي ډول ویلي چې پاکستان ځکه شکایت کوي چې نور امریکا د لویو مرستو باران پرې نه اوروي.
د هغه په وینا، اسلاماباد هڅه کوي د نړۍ پام خپل درد ته واړوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې پاکستان پرلهپسې ادعا کوي د هغه هېواد ضد وسلهوال د افغانستان له خاورې فعالیت کوي؛ خو د طالبانو حکومت یې ردوي.

