شنبه, مارچ 7, 2026
Homeافغانستانخوشال سادات:د ایران د جګړې له امله د تیلو کمښت ښايي پاکستان...

خوشال سادات:د ایران د جګړې له امله د تیلو کمښت ښايي پاکستان له جدي ستونزو سره مخ کړي

د تېر جمهوري حکومت د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشال سادات ویلي چې د ایران جګړې له پیل سره سره، په نړۍ او په ځانګړي ډول په پاکستان کې د تیلو د کمښت او اړوندو ستونزو نښې څرګندې شوې دي.

ښاغلي سادات په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، که دا وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو د شاوخوا ۲۶۰ میلیونه نفوس لرونکی پاکستان، او همدارنګه چین او هند به د انرژۍ له جدي ستونزو سره مخ شي.

د هغه په وینا، د پاکستان پوځ ښايي د تیلو او مهماتو د احتمالي کمښت له امله خپلې الوتکې او پوځي وسایط په اسانه ونه شي کارولی.

نوموړي زیاته کړې چې برعکس، افغانستان د تیلو لږ مصرف لري او ډېری سون توکي ورته د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه د ځمکې له لارې رسېږي.

خوشال سادات ټینګار کړی که افغانستان له خپل دریځه شاتګ ونه کړي، ښايي روان وضعیت په جګړه کې د افغانستان په ګټه تمام شي؛ خو د هغه په وینا اصلي پوښتنه دا ده چې د ډیورنډ کرښې هاخوا د افغانستان ستراتیژیک اهداف څه دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here