دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستانخوست؛ځاځي میدان ولسوالۍ کې د خيرات مراسمو پر مهال ۱۳۰ کسان مسموم...

خوست؛ځاځي میدان ولسوالۍ کې د خيرات مراسمو پر مهال ۱۳۰ کسان مسموم شوي

تېره ورځ د خوست ولايت د ځاځي ميدان ولسوالۍ په يو کور کې د خيرات ډوډۍ پر مهال لږ تر لږه ۱۳۰ تنه مسموم شوي دي.

تر پېښې وروسته روغتيايي ټيمونه سيمې ته رسېدلي او ناروغانو ته يې لومړنۍ درملنه کړې ده.

د ټولو ناروغانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ بلل شوی دی.

سيمه‌ييز طالب چارواکي وايي، د پېښې د دقيق لامل د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here