د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوې ده.
راپورونه وایي چې دواړه لوري درنې وسلې کاروي او نښته روانه ده.
ځايي اوسېدونکي وایي، د جګړې له سیمې څخه د خوندي ځایونو پر لور د وتلو هڅه کوي.
بل لور ته، یو شمېر سرچینې وایي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې په څو نقطو کې د ډزو تبادله شوې ده.
د معلوماتو له مخې، دغه نښتې ماښام شاوخوا پنځه بجې پیل شوې او لا هم دوام لري.
راپورونه زیاتوي چې د خیبر ولسوالۍ د بازار زخېل په سیمه کې، د مارو سر او شاه کوټ په ګډون، په دوو ځایونو کې سختې ډزې روانې دي.
امنیتي سرچینې وایي، دواړه لوري درنې وسلې کاروي؛ خو تر اوسه د مرګژوبلې په اړه کوم رسمي تائید نه دی شوی.

