د خوست ولایت مقام د رسنیو دفتر اعلان کړی چې د قضايي بنسټونو له لوري به سبا د علیشیرو او تریزیو ولسوالیو د یوې جنایي قضیې په تړاو پر یو تن مجرم د قصاص حکم عملي شي.
اعلامیه زیاتوي چې اداري چارواکي، دیني عالمان او عام خلک کولای شي د سهار په لسو بجو د حکم د تطبیق صحنې ته حاضر شي.
په خبرپاڼه کې دا هم ټینګار شوی چې د مراسمو ساحې ته د کمرې لرونکي موبایل ټیلیفونونه او هر ډول وسلې نهشي وړل کېدای.

