شنبه, مارچ 21, 2026
Homeافغانستانخواجه اصف:له طالبانو د تضمین شوې ژمنې تر ترلاسه کېدو مخکې اړیکې...

خواجه اصف:له طالبانو د تضمین شوې ژمنې تر ترلاسه کېدو مخکې اړیکې نه عادي کېږي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف وايي، اړیکې هغه وخت عادي کېدای شي چې طالبان په لیکلې بڼه د دوستو هېوادونو په تضمین ژمنه وکړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي.

آصف ادعا کوي چې وروستي بریدونه د افغانستان له خاورې شوي او نېغ په نېغه د پاکستان امنیت ته ګواښ دی.

هغه د طالبانو حکومت تر واک لاندې افغانستان «ناکام دولت» بللی او وايي دا هېواد د بهرنیو جنګیالیو لپاره خوندي ځای ګرځېدلی.

د ده په وینا، پوله باید د رسمي نړیوالې پولې په ډول اداره شي او له افغانستان سره د سوداګرۍ کمېدل د پاکستان په ګټه دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here