پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeکورپاڼهخواجه اصف:عمران خان خپل وخت کې پر نواز شریف ډېر ظلمونه کړي...

خواجه اصف:عمران خان خپل وخت کې پر نواز شریف ډېر ظلمونه کړي وو

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف پر پخواني لومړي وزير عمران خان سختې نيوکې کړې دي او ویلي یې دي، چې عمران خان په خپله واکمنۍ کې د نواز شريف او د هغه د کورنۍ پر وړاندې د ظلم تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی و.

نوموړي ادعا کړې چې نواز شريف ته حتا د خپلې مېرمنې د مرګ پر مهال د اړيکې اجازه نه ورکول کېده او د هغه د کورنۍ غړي، چې په سياست کې هم نه ول، د سياسي انتقام ښکار شول.

هغه زياته کړې، اوس چې عمران خان په بند کې دی، د ځانګړو اسانتياوو څخه ګټه اخلي او ځان مظلوم ښيي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here