د ایران ستر مذهبي مشر آیتالله علي خامنهيي یو ځل بیا د امریکا سره د اټومي مسلې پر سر د مصالحې امکان رد کړی دی.
هغه ویلي، د تهران او واشنګټن ترمنځ روان اختلاف د حل وړ نه دی او ایران به هېڅکله د امریکا فشارونو ته تسلیم نه شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د ایران اټومي پروګرام لا هم د لویدیځو هېوادونو د اندېښنو او اوږدمهالو لانجو لامل ګرځېدلی دی.

