دوشنبه, مارچ 23, 2026
Homeافغانستانخالد ځدراڼ:زلاله هاشمي په خپله خوښه له کور وتلې، د تښتونې کومه...

خالد ځدراڼ:زلاله هاشمي په خپله خوښه له کور وتلې، د تښتونې کومه نښه نه لېدل کېږي

د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ ویلي چې د پخوانۍ سندرغاړې زلاله هاشمي د ورکېدو په اړه خپاره شوي راپورونه او اوازې د طالبانو له‌خوا تر لومړنۍ څېړنې لاندې نیول شوي دي.

نوموړي وضاحت ورکړی چې تر اوسه پورې د پلټنو موندنې ښيي چې زلاله هاشمي د زور یا اجباري تښتونې پرته، پخپله خوښه له کوره وتلې ده.

د هغه په وینا، د تښتونې یا کوم بل زور زیاتي نښې ندي موندل شوي.

ځدراڼ زیاته کړه چې دا موضوع لا هم د طالبانو له‌خوا څېړل کېږي او که اړتیا وي، نو نور جزئیات به له رسنیو سره شریک کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here