د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزیر، خالد حنفي ویلي چې ځوانان باید د عصري علومو او ټکنالوجۍ زدهکړې ته وهڅول شي او په دې برخه کې دې لازم فرصتونه برابر شي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دا څرګندونې د بېلابېلو ولایتونو له قومي مشرانو، دیني عالمانو او استادانو سره په لیدنه کې کړې دي.
هغه زیاته کړې چې خلک حق لري خپلې ستونزې له حکومت سره شریکې کړي او حکومت مکلف دی چې مشروع غوښتنو ته ځواب ووایي.
حنفي د دیني زدهکړو ترڅنګ د عصري علومو پر ارزښت هم ټینګار کړی.
د یادونې ده چې واک ته د طالبانو حکومت له رسیدو وروسته افغان نجونې له زده کړو محرومې دي او دوی له حکومت څخه غواړي چې دوی ته هم د زده کړو اجازه ورکړي.

