د طالبانو حکومت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر خالد حنفي د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مالي، اداري او ګرځندوی مرستیال مولوي قدرت الله جمال او د یو شمېر سیاحتي شرکتونو له مسوولینو سره لیدنه کړې ده.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې خالد حنفي سیاحت د هېواد د اقتصادي ودې یو مهم سکتور بللی او ټینګار یې کړی چې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د دغه سکتور د پراختیا لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
نوموړي ویلي چې په سیاحتي سیمو کې د منکراتو مخنیوی، د ټولنیزو او اسلامي ارزښتونو ساتنه او د سالم چاپېریال رامنځته کول د دوی له مهمو مسوولیتونو څخه دي.
هغه زیاته کړې چې اړینه ده ټولې اړونده ادارې په دې برخه کې ګډه همغږي ولري.

