شنبه, مارچ 21, 2026
Homeافغانستانخالد حنفي:انسان غلام پیدا شوی؛ خو پوهنتونونه هڅه کوي، چې فردي ازادي...

خالد حنفي:انسان غلام پیدا شوی؛ خو پوهنتونونه هڅه کوي، چې فردي ازادي ورکړي

د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزیر محمد خالد حنفي ویلي، انسان په اسلام کې غلام دی او فردي ازادي یوازې د شریعت په چوکاټ کې معنا لري.

هغه د طالبانو له روحانیانو سره په ناسته کې د نجونو پر تعلیم، عصري زده کړو، جامو او ټولنیزو ازادیو سخت مخالفت څرګند کړی، او عصري پوهنتونونه یې د «ازاد ذهنیت» خپرونکي بللي دي.

حنفي پتلون، دریشي، نکټايي او ږېره خریل هم د اسلامي اصولو خلاف بللي او له علماوو یې غوښتي چې د «فکري جګړې» پر وړاندې کلک ودرېږي.

نوموړي د وزارت د سختو مقرراتو دفاع کړې او خبرداری یې ورکړی که اسلامي احکام نرم شي، طالبان به د الله پر وړاندې ملامت وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here