پنجشنبه, مارچ 26, 2026
Homeافغانستانحنیف پشتین:د پي‌ټي‌ایم مشران د پاکستاني جنرالانو په امر نیول شوي

حنیف پشتین:د پي‌ټي‌ایم مشران د پاکستاني جنرالانو په امر نیول شوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی حنیف پشتین وایي، د پي‌ټي‌اېم مخکښ مشران علي وزیر، صمد لالا او ملک نصیر کوکي‌خېل له میاشتو راهیسې د پاکستاني جنرالانو په امر نیول شوي، او په بېلابېلو زندانونو کې ګرځول شوي دي.

نوموړی زیاتوي، عدالتونه د دوی په قضیو کې بې وسه ښکاري، ځکه قاضیان د جنرالانو له امر پرته څه نشي کولی.

د هغه په خبره، پوځ هڅه کوي چې د پښتنو د حق غږونه خاموش کړي؛ خو ولس به هېڅکله چوپ نه شي.

هغه وایي، د جنرالانو پالیسۍ د نسلي تعصب پر بنسټ دي، او د هغو خلکو پر ضد کارول کېږي چې د پښتنو د مظلومۍ غږ پورته کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here