د پخواني جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر، حنیف اتمر وایي چې د افغانستان یو شمېر مهمو سیاسي جریانونو د هېواد د اوسني حساس وضعیت په اړه پر ګډو ملي هدفونو او اساسي غوښتنو توافق کړی دی.
ښاغلي اتمر ویلي، چې د دې جریانونو استازو د سولې د لارې او سیاسي تفاهم د بیا پیاوړتیا لپاره پر ګډ دریځ هوکړه کړې ده او له اوسنیو حاکمانو یې غوښتي چې د جګړې او زورواکۍ پر ځای د خبرو او مذاکرې لار خپله کړي.
هغه زیاته کړې، چې د موافقې ګډونوالو ټینګار کړی چې د افغانستان د تلپاتې سولې بنسټ د سیاسي او دولتي نظام له مشروعیت سره تړلی دی؛ هغه مشروعیت چې یوازې د ولس له ارادې او ازادې رایې سرچینه اخلي.
اتمر ویلي، چې اوسني حاکمان باید د هېواد د خلکو پر اساسي حقونو او ازادیو درناوی وکړي او د بینالافغاني خبرو مېز ته حاضر شي.
نوموړي زیاته کړې چې سیاسي جریانونو همدارنګه له ګاونډیو او سیمې هېوادونو، نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو وغوښتل چې د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک او د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې د وړاندیزونو پر بنسټ د نوي سیاسي بهیر او بینالافغاني مذاکراتو ملاتړ وکړي او اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
د دوی په باور، د نن ورځې توافق به د افغانستان د مختلفو سیاسي جریانونو ترمنځ د ملي همکاریو یو مهم بنسټ کېږدي او دا به په ګډو هڅو او قوي اراده تعقیب شي.
حنیف اتمر دغه توافق «د هېواد د ژغورنې په لور یو مهم ګام» بللی او زیاتوي چې دا به د سیاسي تشکیلاتو یو ائتلاف نه، بلکې د ملي هدفونو د یوځای کېدو او ګډ کار پیل وي.

