جمعه, مارچ 27, 2026
Homeافغانستانحنیف اتمر:د پاکستان هوايي بریدونه احتمالي جنګي جرم دی

حنیف اتمر:د پاکستان هوايي بریدونه احتمالي جنګي جرم دی

د پخواني جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر، د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په غندلي او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات د نړیوال بشري قانون او د ملکي وګړو د خوندیتوب له اصولو سره ښکاره ټکر لري.

اتمر په خپله ایکس پاڼه ویلي، هغه برید چې د پاکستاني پوځ لخوا د معتادینو د درملنې پر مرکز ترسره شوی، نه یوازې غیرقانوني دی بلکې «احتمالي جنګي جرم» هم ګڼل کېدای شي.

هغه ټینګار کړی چې بې‌ګناه ملکي وګړي په نښه کول هېڅ ډول توجیه نه لري.

ښاغلي اتمر زیاته کړې چې دا ډول عملیات دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا رښتیا هم د ترهګرۍ پر ضد جګړه روانه ده، که د افغانستان عام خلک او بنسټونه قصداً هدف ګرځول کېږي.

اتمر د هېواد پر سیاسي او ټولنیزو مشرانو غږ کړی چې ژر تر ژره ګډ ملي اقدام وکړي، د اختلافاتو د حل لپاره بېړنۍ لویه جرګه راوبولي او د ملي پخلاینې له لارې د افغانستان د دفاع لپاره یو موټی دریځ رامنځته کړي.

هغه همدارنګه له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو سازمان څخه غوښتي چې خپله چوپتیا پای ته ورسوي او د تاوتریخوالي د کمولو او د مسؤلو لوریو د حساب‌ورکونې لپاره جدي اقدامات وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here