د تېر جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، په تهران کې د افغانستان د وضعیت په اړه د سیمهییزو هېوادونو غونډه کولی شي د سیاسي پروسې د پرمختګ او د ملي، سیمهییزو او نړیوالو هڅو د همغږۍ لپاره مهم فرصتونه رامنځته کړي، څو د افغانستان د بحرانونو لپاره دایمي حل لارې ولټول شي.
هغه ټینګار کړی چې دا غونډه باید د بینالافغاني مذاکراتو د پیل ضرورت څرګند کړي، څو د کورنیو بحرانونو په حل کې ګامونه پورته شي او د افغانستان د حکومت نړیوال مسؤلیتونه او ژمنې عملي شي.
اتمر زیاته کړې چې له افغان اړخونو تمه کېږي چې د ملګرو ملتونو په همکارۍ دا مذاکرات هر څومره ژر ترسره کړي او خپل ملاتړ ترې اعلان کړي.
هغه همدارنګه د سه شنبې په ورځ د افغانستان د سیاسي ګوندونو او جریانونو د همغږۍ اعلامیې یادونه کړې ا ویلي چې دغه اعلامیه باید سیمهییزو او نړیوالو لوریو ته ډاډ ورکړي چې د هېواد سیاسي جریانونه د سیاسي حل په لټه کې همغږي او چمتو دي.

