یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستانحنیفه ګیروال:د افغان میرمنو د کار او زده کړې حقوق باید خوندي...

حنیفه ګیروال:د افغان میرمنو د کار او زده کړې حقوق باید خوندي شي

د افغان میرمنو د حقونو فعالې حنیفه ګیروال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې په نړۍ غږ وکړ چې د طالبانو له لورې د افغان ښځو سره د سخت چلند له امله اقدام وکړي.

میرمن ګیروال چې ملګرو ملتونو کې د یو پینل مشري کوله زیاته کړه چې میرمنې په سیستماتیک ډول له خپلو حقوقونو بې برخې کیږي او نړۍ یوازې ننداره کوي.

نوموړې زیاته کړې، چې نړۍ طالبانو ته د تعامل په نوم پیسې ورکوي او د حکومت بقا یې تنظیموي.

میرمن ګیروال د میرمنو د کار او زده د حق په اړه د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here