په کونړ ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله تر دا مهاله لږ تر لږه ۱۴۵۷ تنه شهیدان او شاوخوا ۳۳۹۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې په متضرره سیمو کې د ۶۷۸۲ کورونو د ویجاړېدو راپورونه ثبت شوي دي.
هغه وایي، چې د ژغورنې عملیاتو ټیمونه ټوله ورځ د خاورو لاندې پاتې خلکو د راایستلو او د ټپیانو د انتقال چارې ترسره کړي دي او ټپیان د الوتکو په وسیله بېلابېلو روغتونو ته لېږدول شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې اوس د زیانمنو سیمو ډېره برخه تر پوښښ لاندې راوستل شوې او د خلکو ستونزو ته رسېدنه روانه ده.
حمدالله فطرت ویلي چې ټول امکانات د خلکو د ژغورنې او مرستې لپاره په کار اچول شوي دي.

