یکشنبه, مارچ 15, 2026
Homeافغانستانحمدالله فطرت:په افغانستان کې فساد نشته، د روڼتیا نړیوال سازمان راپور ناسم...

حمدالله فطرت:په افغانستان کې فساد نشته، د روڼتیا نړیوال سازمان راپور ناسم دی

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د روڼتیا نړیوال سازمان راپور رد کړی او هغه یې ناسم بللی دی.

فطرت ویلي چې په لوړه کچه حکومت له فساده پاک شوی؛ خو په ټیټه کچه ستونزې شته.

نوموړي زیاته کړې چې نړیوال سازمانونه په خپلو راپورونو کې له غلطو سرچینو کار اخلي او ناسم معلومات خپروي.

د یادونې ده چې د روڼتیا نړیوال سازمان راپور ورکړی چې افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د فساد پر ضد مبارزه کې درې نمرې ښکته تللی او یوازې ۱۷ نمرې یې ترلاسه کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here