د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د پاکستان له لوري د افغانستان پر یو شمېر سرحدي سیمو د توپونو او هاوانونو بریدونه شوي چې له امله یې ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
د نوموړي په وینا، دا بریدونه د نورستان د کامدېش، د خوست د علیشېرو، ځاځي میدان او سپېرې، د کونړ د ناړۍ او د پکتیکا د برمل او شکین ولسوالیو په ځینو سیمو کې ترسره شوي دي.
فطرت زیاته کړې چې د خوست د سپېرې ولسوالۍ د افغان دوبۍ په سیمه کې د هاواني بریدونو له امله دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
همداراز د علیشېرو ـ تریزیو ولسوالۍ په لنډرو او قدمو سیمو کې د مرمیو لګېدو له امله دوه ښځې ټپیانې شوې دي.
د هغه په وینا، د ځاځي میدان ولسوالۍ په بازار او نږدې کلینیک کې د مرمیو د لګېدو له امله څلور کسان ټپیان شوي چې د دوو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
نوموړي ویلي چې په ګربزو ولسوالۍ کې هم د هاوان د لګېدو له امله یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي او د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ په بریکوټ سیمه کې د توپونو د ډزو له امله د خلکو یو کور سوځېدلی دی.
د فطرت په خبره، د پکتیکا د شکین ولسوالۍ پر لور هم لسګونه هاوانونه توغول شوي؛ خو په دې سیمه کې د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

