د طالبانو حکومت مرستیال وباند حمدالله فطرت په یوه تازه غږیز پیغام کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې اسلاماباد دې د خپلو ناسم سیاستونو پړه پر افغانستان نه ور اچوي.
فطرت وایي، دوی د پاکستان ادعاوې یو ځل بیا ردوي او د دغه هېواد پر ضد به هېڅ ډول اقدام او فعالیت ته اجازه ورنه کړي.
نوموړي زیاته کړې چې په پاکستان کې د امنیتي پېښو مسؤلیت د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان پورې هېڅ تړاو نه لري.
دا څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په تازه څرګندونو کې د طالبانو له حکومت وغوښتل چې ټيټيپي او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې ژر تر ژره اقدام وکړي.

