د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه تازه ټویټ کې ویلي، چې د شیخ هبتالله له لوري اعلان شوې عمومي عفوه لا هم پر خپل ځای ده او ټولو ته یې مصؤنیت ورکړی دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې هېڅوک د پخوانیو کړنو له امله نه نیول شوي، نه وژل شوي او نه هم تر تعقیب لاندې دي.
فطرت هغه راپورونه ناسم وبلل، چې ګواکې د برېتانیې لهخوا د افشا شويو اسنادو له مخې یو شمېر پخواني چارواکي یا امنیتي کسان د څار لاندې دي.
نوموړي وویل: «د دغو کسانو اړوند ټول اسناد له مخکې زموږ له ادارو سره شته، موږ ته د برېتانیوي افشا شويو اسنادو ته اړتیا نشته.»
نوموړي زیاته کړې، دا ډول اوازې یوازې د خلکو د وېرې او اندېښنې لپاره خپرېږي او «اسلامي امارت» له هېچا سره انتقامي چلند نه کوي.

