سه شنبه, مارچ 10, 2026
Homeافغانستانحمدالله فطرت:له تېرې شپې راهیسې د پاکستاني پوځ د بریدونو له امله...

حمدالله فطرت:له تېرې شپې راهیسې د پاکستاني پوځ د بریدونو له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، له پاکستان سره پر فرضي کرښه په پرتو ولایتونو کې د پاکستان د پوځ بریدونه او جنګي جنایتونه لا هم دوام لري.

د نوموړي په وینا، تېره شپه د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ د کوټ کلي په سیمه کې د پاکستاني پوځ د هاوان مرمۍ د یوه ملکي کور سره لګېدلې چې له امله یې ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

فطرت زیاتوي چې د پکتیکا ولایت د شکین ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې هم د پاکستاني پوځ له لوري د عامو خلکو پر کورونو او عامه تاسیساتو ۱۲ د هاوان مرمۍ او ۱۴ د ډي سي توپ مرمۍ توغول شوې دي، چې دغه مرمۍ په شاړو ځمکو، تخلیه شویو کورونو او د ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ ته نږدې سیمو لګېدلې دي، خو د ځاني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

د ده په خبره، د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر سیمو هم شاوخوا ۹۰ د هاوان او توپ مرمۍ فیر شوې دي.

بل لور ته د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په څو کلیو کې د سهار راهیسې د درنو وسلو په مټ د ملکي خلکو کورونه په نښه شوي دي، چې یو ملکي کس ټپي شوی او ګڼ شمېر کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوې دي.

همدارنګه د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ د نوآباد، دونیژه او ډبه کلیو اوسېدونکي وايي چې له پرون راهیسې پر سیمې د هاوان او توپونو بریدونه روان دي، چې له امله یې خلک له خپلو کورونو وتلي، څو کورونه نیمه ویجاړ شوي او شاوخوا ۲۰ څاروي وژل شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here