د طالبانو حکومت مرستيال وياند حمدالله فطرت وايي، د کونړ د زلزله ځپلو سيمو د ژغورنې او لټون عمليات روان دي او د قربانيانو شمېر مخ په زياتېدو دی.
حمدالله فطرت په يوه خبرپاڼه کې ليکلي چې د پېښې کره شمېره تر اوسه نه ده تثبيت شوی او له نهايي تصديق وروسته به خپور شي.
نوموړي زياته کړې چې ځينې غيرمسووله اشخاص ډېر لوړ ارقام خپروي، خو دا اوازې له واقعيت سره سمون نه لري او د «اسلامي امارت» له لوري نه تاييدېږي.

