د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، چې د ټاپي پروژې چارې په چټکتیا سره روانې دي.
فطرت پر خپله ایکسپاڼه د ټاپې د ګازو د نللیکې د عکسونو خپرولو سره لیکلي، چې د ټاپي د ګازو نللیکې پروژې رغنیز کارونو په هرات ولایت کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
د هغه په وینا، د معلوماتو پر بنسټ تر دې دمه شاوخوا ۲۵ کیلومټره نللیکه غځول شوې او د پاتې نللیکې د غځولو لپاره ۱۲۰ کیلومټره سیمه نوره هم چمتو شوې ده.

