دوشنبه, مارچ 16, 2026
Homeافغانستانحمدالله فطرت:د معتادینو پر روغتون د پاکستاني پوځ د برید له امله...

حمدالله فطرت:د معتادینو پر روغتون د پاکستاني پوځ د برید له امله تر دې مهاله ۴۰۰جسدونه او ۶۵۰ ټپیان راویستل شوي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت راپور ورکړی، چې د پاکستاني پوځ لخوا د کابل ښار د امید په نوم د معتادینو د درملنې پر ۲زره بستریز روغتون د بمبارد له امله تر دې دمه ۶۵۰کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې.

نوموړي ویلي، چې د پېښې له امله روغتون په بشپړ ډول له منځه تللی او تر دې مهاله شاوخوا ۴۰۰ تنه وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې چې د ژغورنې ټیمونه لا هم د اور د مهارولو او د پاتې کسانو د جسدونو د راویستلو په حال کې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here