سه شنبه, فبروري 17, 2026
Homeافغانستانحمدالله فطرت:د سعودي په منځکړیتوب مو درې پاکستاني سرتېري خوشې کړل

حمدالله فطرت:د سعودي په منځکړیتوب مو درې پاکستاني سرتېري خوشې کړل

د طالبانو حکومت د هغې تګلارې له مخې چې له ټولو هېوادونو سره د مثبتو او متوازنو اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي، د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په درناوي، درې پاکستاني نظامیان د سعودي عربستان په غوښتنه ازاد کړل.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، یاد سرتېري د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د ربیع الثاني میاشتې په ۲۰مه، چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د اکتوبر له ۱۲مې سره برابره ده، د سرحدي نښتو پر مهال اسیران شوي وو.

نوموړي زیاته کړې چې دغه سرتېري د سعودي عربستان له لوري کابل ته د راغلي مذاکراتي پلاوي ته وسپارل شول، څو د اعتماد فضا رامنځته شي او د “اسلامي امارت” د حسن نیت پیغام سیمې او نړۍ ته ورسول شي.

فطرت، ټینګار کړی چې دا اقدام د سولې، تفاهم او ورورګلوۍ په روحیه کې ترسره شوی او غواړي له ټولو هېوادونو سره خپلې سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې د متقابل درناوي پر بنسټ پیاوړې کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here