شنبه, اپریل 4, 2026
Homeافغانستانحمدالله فطرت:د تېرې شپې زلزلې له امله ۱۶کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې...

حمدالله فطرت:د تېرې شپې زلزلې له امله ۱۶کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې او مالي زیانونه یې اړولي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، تېره شپه د ۵.۸ درجې زلزلې له امله په کابل، پنجشیر، لوګر، ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو کې د خلکو ژوند اغېزمن شوی دی.

فطرت د لومړنیو راپورونو له مخې خبر ورکړی چې زلزلې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي، ۴ټپیان شوي، ۵ کورونه په بشپړ ډول او ۳۳ کورونه په جزوي ډول ویجاړ شوي، او شاوخوا ۴۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

بل‌خوا په افغانستان کې د ډېرو بارانونو او سیلابونو له امله هم سلګونه کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ شوي او ۶۱ تنه وژل شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here