د طالبانو حکومت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت وایي چې د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني پوځ د هاوانونو او توپونو د بریدونو له امله دوه تنه وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا، بېګا شپه شاوخوا ۱۲ بجې د خوست د ګربزو ولسوالۍ اړوند د نري کلي پر سیمه د پاکستاني پوځ له لوري د هاوان مرمۍ توغول شوې، چې له امله یې یوه ښځه وژل شوې او یوه ښځه او یوه ماشومه ټپيانې شوې دي.
فطرت زیاتوي چې د ځاځي میدان ولسوالۍ پر بېلابېلو کلیو هم د پاکستاني پوځ له لوري د هاوانونو او توپونو بریدونه شوي دي.
د ده په خبره، د دغو بریدونو په پایله کې د پالوڅۍ کلي یو اوسېدونکی وژل شوی او د عطاخېلو سیمه او د مرکزي کلینیک په ساحه کې شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه همداراز ویلي چې د علیشیرو ـ تریزیو ولسوالۍ د کوټکي په سیمه کې هم د عامو خلکو پر کورونو د هاوانونو او توپونو د توغولو له امله دوه تنه ځايي اوسېدونکي ټپیان شوي دي.
د فطرت په وینا، د دغو بریدونو له امله ګڼ شمېر کورونه هم زیانمن شوي دي.

