د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د پاکستان د پوځي رژیم د بریدونو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې درې ملکي وګړي شهیدان او درې نور ټپیان شوي دي.
ښاغلي فطرت ویلي، په خوست ولایت کې تېره شپه د پاکستاني ځواکونو له لوري د هاوان مرمۍ د یوه ولسي وګړي پر کور لګېدلې چې له امله یې یوه ماشومه ټپي شوې ده.
د هغه په وینا، د پکتیکا ولایت د شکین ولسوالۍ په اړوند سیمه کې پرون مازدیګر د پاکستاني ملېشو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته شوې، چې پکې د پاکستاني ځواکونو له لوري یو ملکي وګړی، وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.
فطرت زیاتوي چې د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو له لوري ۸۲ فیره د لیرې واټن ویشتونکي توپ مرمۍ لګېدلې چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي، خو ځاني تلفات نه لري.
همدارنګه د دانګام ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو ۱۵ فیره او د شلتن ولسوالۍ د یخناو او واړه سر سیمو باندې ۴ فیره مرمۍ لګېدلې چې یوه مرمۍ په کور لګېدلې او د ساجد په نوم اته کلن ماشوم یې ټپي کړی دی.
نوموړي وویل چې تېره شپه ناوخته د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ د کنډک درې په سیمه کې د پاکستاني پوځیانو له لوري پر ولسي خلکو ډزې شوي چې له امله یې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د طالبانو حکومت دغه بریدونه د پاکستان د پوځ له لوري د ملکي وګړو پر وړاندې جګړه ییز جنایتونه بللي دي.

