شنبه, مارچ 14, 2026
Homeکورپاڼهحماس:د اسرائیل له لوري د اوربند جوړې شوې طرحې ته به ځواب...

حماس:د اسرائیل له لوري د اوربند جوړې شوې طرحې ته به ځواب ورنکړو

حماس وایي چې د اسرائیل له لوري وړاندیز شوي اوربند طرحې ته به ځواب ورنه کړي.

حماس زیاتوي چې د منځګړو هیوادونو، لکه مصر او قطر، له طرحې څخه ملاتړ کوي.

د حماس له لوري د قطر او مصر د موافقې تر منلو وروسته، اسرائیل ویلي چې د امریکا په همکارۍ د غزې لپاره پر نوې اوربند طرحه کار کوي.

رویټرز ویلي، چې دا طرحه د جنورۍ د ۱۷مې نېټې پر توافق ولاړه ده او اوربند به د ۵۰ ورځو لپاره غځوي.

په دې موده کې، د پاتې بندیانو د تبادلې تر څنګ، د راتلونکو مسایلو په اړه هم خبرې اترې کیږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here