د پکتیا پخوانی والي محمد حلیم فدایي وایي، طالب مبلغینو خپلو مخالفینو ته پیغورونه پیل کړي، چې خلیلزاد او ادم بوایلر له طالبانو سره لیدلي.
نوموړی وایي، د طالبانو له دې کړنې څرګندیږي، چې دوی لاهم له عقدې ډک چلند کوي او همغه جګړهییز ادبیات کاروي.
هغه وایي، دا یوه ناپوهه ډله ده، چې تر اوسه د تعامل او دیپلوماتیکو اړیکو په توپیر نه پوهیږي او د امریکا د رضایت لپاره خپلو مخالیفینو سره دوښمني کوي.
نوموړی زیاتوي:« تر ټولو بېشرمه خبره لا دا ده چې دوی د امریکا د رضایت او ښه نیت لپاره د هغوی بندیان خوشې کوي، خو د خپل ولس نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د «ښه نیت» له مخې هم نه خلاصوي. یا په بله وینا، دوی «رحماء علی الکفار» دي، خو «اشداء علی البنات والنساء المسلمات الافغان»! دي.»

