په جمهوري حکومت کې د پکتیا پخواني والي او د طالبانو حکومت سخت منتقد حلیم فدایي د طالبانو له لورې د لوی احمدشاه بابا کور رغولو ته په غبرګون کې په خپل ایکس پاڼې لیکلي چې:«د تاریخي ابداتو او ودانیو جوړولو او ترمیم چارې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ پیل شوې او په لومړیو کې یې د تاریخي جوماتونو، تاریخي ودانیو او ملي شخصیتونو د مقبرو ترمیم په خپل پلان کې شامل کړ. »
ښاغلي فدایي لیکلي چې تاریخي ابداتو او فرهنګي میراثونو لپاره ځانګړې بودیجه په نظر کې ونیول شوه.
د جمهوري حکومت دغه چارواکي لیکلي:«د احمد شاه بابا د مقبرې د ترمیم کار هم په همدې دوره کې په اساسي ډول پیل شو؛
تر دې علاوه، د زرغونې انا د مقبرې او نورو تاریخي ځایونو د ترمیم چارې هم د پلان برخه وې. د دارالامان ماڼۍ، پغمان، جبل السراج ماڼۍ، عیدګاه جومات او ګڼو نورو تاریخي ودانیو د ترمیم او بیا رغونې کارونه بشپړ شول یا تر کار لاندې وو.»
حلیم فدایي زیاته کړې چې د جمهوریت د سقوط له امله د ولسمشر غني د رغونې ګڼې چارې او پروژې نیمګړې پاتې شوې او اوس طالبان د جمهوریت په تمام او ناتمام شویو پروژو شخوند وهي.

