د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي د کورنیو چارو وزارت پر پخواني امنیتي مرستیال جنرال خوشال سادات سختې نیوکې کړي.
ښاغلي فدایي په خپل ایکس پاڼې جنرال خوشال سادات مخاطب کړی چې دا ډول غیر مسولانه څرګندونې د بې باکۍ او بې پروا څرګندونو زیږنده ده.
حلیم فدایي لیکلي:« د یوه جنرال له خولې دا ډول د تعصب او نفرت ډک انګریزي تصور ډېر خطرناک دی.»
دغه پخواني افغان سیاستوال ویلي:«غیر پښتنو ته د لنډغر اصطلاح مختص کول نهایت زیاته بېباکي او غیرمسؤلانه دریځ دی.»
ښاغلي فدایي ویلي:« طالبان د پښتنو استازي نه دي. د دوی سیاست پښتنو ته منسوبول ډېرې خطرناکې پایلې لري.»

