د پکتیا پخوانی والي محمد حلیم فدایي وایي، چې شیخ هبتالله یوازې د امنیتي ګواښونو له امله پټ نه دی.
ښاغلي فدایي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د طالبانو پټ او مستعار امیر نه یوازې د امنیتي ګواښونو له امله پټ ژوند کوي، بلکې کندهار یې ځکه د خپل مرکز په توګه غوره کړی چې هلته پرته له ویزې د ډیورنډ کرښې هغې خوا ته تګ ممکن دی.
هغه ویلي: «نوموړی په دې باور دی چې که د سقوط امکان رامنځته شي، له کندهاره پاکستاني اسټبلېشمنټ کمپونو ته ژر او په اسانه انتقالېدلی شي، په داسې حال کې چې په کابل کې دغه انتقال وخت نیسي او د نیول کېدو خطر هم ورسره تړلی دی.»

